ترکیې بهرنیو چارو وزیر فلسطین ته سفر وکړ
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د رسمي سفر په ترڅ کې د فلسطین رام الله ښار ته ورسید.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د رسمي سفر په ترڅ کې د فلسطین رام الله ښار ته ورسید.
د وزیر چاووش اوغلو الوتکه د اسراییلو په پلازمینه تل ابیب کې د بن ګوریون په هوايي ډګر کې ښکته شوه. چاووش اوغلو نه دلته د اسراییلي چارواکو لخوا تود هرکلی وشو.
مولود چاووش اوغلو چې له تل ابیب څخه رام الله ته لاړ هلته لومړی خپل فلسطیني سیال سره د لیدنې په موخه د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت ته لاړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو نه د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي لخوا تود هرکلی وشو. چاوش اوغلو به د ترکیې او فلسطین د ګډې کمیټې په دوهمه غونډه کې ګډون وکړي.
چاوش اوغلو به له مالکي سره دوه اړخیزه غونډه هم ولري او وروسته به له هغو فلسطینیانو سره وویني چې د ترکیې له پوهنتونونو فارغ شوي دي.
تمه کیږي چې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو د فلسطین ولسمشر محمود عباس سره هم لیدنه وکړي.
چاووش اوغلو به سبا اسرائیل ته راستون شي او له خپل سیال یایر لاپید سره به په دوه اړخیزه توګه او د هیئت ترمنځ وویني.
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د دوه اړخیزو اړیکو ، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه تبادله د نظر وکړي.