د ترکیې د  بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د سوري کډوالو په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

چاووش اوغلو : ترکیه به د PKK/YPG ترهګریز سازمان سره مبارزې ته دوام ورکړو چې د ملکي خلکو د بیرته ستنیدو مخه نیسي."

1829611
د ترکیې د  بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د سوري کډوالو په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

د ترکیې د  بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د سوري کډوالو په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

هغه وویل، "د سولې او ټیکاو د برابرولو لپاره زموږ د هڅو په پایله کې، نږدې ۵۰۰۰۰۰ سوري کډوال د ترهګرو سازمانونو څخه پاکو شویو سیمو ته ستانه شوي دي. موږ به د PKK/YPG ترهګریز سازمان سره مبارزې ته دوام ورکړو چې د ملکي خلکو د بیرته ستنیدو مخه نیسي."

د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو چې د ملګرو ملتونو  سازمان په کډوالۍ د بیاکتنې په نړۍوال  فورم کې ګډون کړی وو، وویل  کله چې د کډوالۍ لاملونه لکه اقتصادي نابرابرۍ او امنیتي ستونزې په ګوته نه شي، د جدي پایلو سره مخ کیږي. پر مهاجرت باید بحث وشي.

"په ایژې سمندر  کې د یونان لخوا د کډوالو بیرته ستنیدل او په پوله کې د کډوالو سره د هغوې  ناوړه چلند د ډیری کډوالو د مرګ لامل شوی دی. دا د خواشینۍ خبره ده چې فرونټیکس هم په دې کړنو کې ښکیل دی."

هغه وویل  چې ترکیه له ۲۰۱۴ راهیسې د نړۍ ترټولو ډیرو کډوالو کوربه دی، په اوکراین کې د جګړې له پیل یعنې  (د فبروري ۲۴) نیټې راهیسې  ۱۴۵۰۰۰ تنه  اوکرایني کډوال ترکیې ته راغلي دي. وزیر چاووش اوغلو وویل چې ترکیه د کډوالو د وقار او هوساینې لپاره په ټولو نوښتونو کې فعاله برخه اخلي او د مهاجرت په اړه د نړیوال تړون ملاتړ کوي.

چاوش اوغلو د دې په څرګندولو سره چې ترکیه د کډوالۍ د اغیزمنو پالیسیو ملاتړ کوي، کډوال باید په  داوطلبانه، خوندي او باعزته توګه خپل هیوادونو ته  ستنیدو ته وهڅول شي او تشویق کړی شي.

چاووش اوغلو زیاته کړه چې  په سوريه کې د ترکيې چار يوه نمونه د مثال ده.

"د ثبات د برابرولو لپاره زموږ د هڅو په پایله کې، نږدې ۵۰۰۰۰۰ سوري وګړي د ترهګرو سازمانونو څخه آزاد شوو او تصفیه شوو سیمو ته ستانه شوي دي. موږ به د PKK/YPG ترهګریز سازمان سره مبارزې ته دوام ورکړو چې د ملکي خلکو د بیرته راستنیدو مخه نیسي.

 موږ د داوطلبانه راستنیدو د هڅولو لپاره  د کډوالو لپاره د استوګنځایونو جوړولو او د دوی ته د اسانتیاو رامنځته کولو او ددې برخې د لا ښه کولو ته دوام ورکړو." ترکیې تر اوسه پورې په سیمه کې د کډوالو لپاره ۵۷۰۰۰ کورونه جوړ کړي  دي او د  کال تر پایه دا شمیره سل زرو هدف ته ورسو. موږ یو میلیون سوریایانو خوندي داوطلبانه ستنیدو په اړه په یو پلان کار کوو. د ، موږ د ترکیې په توګه پدې برخه کې د  عراق، اردن او لبنان په څیر، د سوریې د ګاونډیو هیوادونو په خبرو اترو او همکارۍ پیل کړی دی."



اړوند خبرونه