ولسمشر اردوغان : اجازه به ورنکړو چې فنلنډ او سویډن د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو په سازمان کې  د فنلنډ او سویډن د احتمالي  غړیتوب  د بهیر په اړه مهمه ګرڅندونې وکړې.

1829302
ولسمشر اردوغان : اجازه به ورنکړو چې فنلنډ او سویډن د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي
erdogan genclerle bulusma1.jpg
erdogan genclerle bulusma.jpg

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ناټو په سازمان کې  د فنلنډ او سویډن د احتمالي  غړیتوب  د بهیر په اړه مهمه ګرڅندونې وکړې.

هغه وویل، "ناټو یو امنیتي سازمان دی، نشو کولی چې پدې سازمان کې د ترهګرو ملاتړو ته د غړیتوب اجازه ورکړو.. دا هیوادونه د PKK/YPG په څیر د ترهګرو سازمانونو  کوربه دي."

اردوغان د "کتابتون خبرې" په پروګرام کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په ملي کتابتون کې جوړ شوی وو، د ترکیې د بېلابېلو ولایتونو له ځوانانو سره وکتل.

اردوغان د ځوانانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې دوی به په ناټو کې د فنلنډ او سویډن غړیتوب ته "هو " ونه وايي ، ځکه  چې دوې د بیلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان PKK/YPG کوربه توب کوي او سویډن بیا د ترهګرۍ مرکز دی زیږنتون دی  او دوی د وسلو په برخه کې پر ترکیې بندیزونه هم  لګولي دي.

اردوغان په دې خبرې ټینګار وکړ چې ناټو یو امنیتي سازمان دی.

"موږ په داسې امنیتي سازمان کې د تروریستي سازمانونو شتون نه شو منلی، له همدې امله موږ به په ټینګه دې تګلارې ته دوام ورکړو او خپلو اړوندو ملګرو ته مو وویل چې د فنلنډ او سویډن له ناټو سره یوځای کیدو ته به نه ووایو او همداسې به دوام ورکوو. " هغه وویل. د روسیې او اوکراین ترمنځه روانې جګړې په اړه د ترکیې د پالیسۍ اړوند د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، ترکیه د دواړو هېوادونو ترمنځ د توازن پالیسي تعقیبوي او په دې پالیسۍ کې د دغو هېوادونو له ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زیلینسکي سره د اړیکو د پرې کولو نیت نه لري.

اردوغان وویل چې  له پوتین او زیلینسکي سره خپل ټیلیفوني ډیپلوماسۍ ته دوام ورکوي.

"ما خپل ځانګړی استازی دوی ته لېږلي دي او موږ به په راتلونکې دوره کې هم دې کار ته دوام ورکړو. ځکه چې د نوې نړیوالې جګړې پیلېدل به زموږ سیمې او نړۍ ته هېڅ ګټه ونه رسوي."

"که چیرې داسې دولت شتون ولري چې په سیمه کې د ثبات عنصر وي، هغه ترکیه ده، موږ باید د هغې ساتنه وکړو."



اړوند خبرونه