ولسمشر اردوغان د مې د ۱۹ مې د اتاترک د يادونې، د ځوانانو او سپورت د ورځې په مناسبت يو پيغام خپور كړ.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د مې د ۱۹ مې د اتاترک د يادونې، د ځوانانو او سپورت د ورځې په مناسبت يو پيغام خپور كړ.

1829173
ولسمشر اردوغان د مې د ۱۹ مې د اتاترک د يادونې، د ځوانانو او سپورت د ورځې په مناسبت يو پيغام خپور كړ.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د مې د ۱۹ مې د اتاترک د يادونې، د ځوانانو او سپورت د ورځې په مناسبت يو پيغام خپور كړ.

ولسمشر اردوغان په خپل پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي ، د مې ۱۹مه چې غازي مصطفی کمال اتاترک لخوا د ترکیې ځوانانو ته ډالۍ شوه ، هغه نېټه وه چې د ملت هوډ او د خپلواکۍ مینه نړۍ ته څرګنده شوه او د مقاومت روحیه راژوندۍ شوه.

د ویلو ده چې د ۱۹۱۹ م کال د مې په ۱۹ نیټه د ترکیې ملت د استعماري اشغالګرو ځواکونو په وړاندې په ګډه او یو موټي د دریدو  او د ترکیې جمهوریت د اخري او ابدي دولت د جوړولو په خاطر یې په هر اړخیزه مبارزه لاس پورې کړ او د اتلولۍ د داستان د لیکولو سره يي په پای کې یو ډیر سپیڅلی بری ترلاسه کړ.

"نن د خپلواکۍ د هغه قوت او روحیه سره چې موږ له خپل تاریخ څخه ترلاسه کوو، راتلونکي پر لورې روان یو ، او د هغو کسانو پر وړاندې نه ستړې کیدونکې مبارزه کوو چې غواړي د ترکیې د پرمختګ او ودې مخه ونیسي.

 په داسې حال کې چې د یوه ستر او پیاوړي ترکیې  جوړونې لپاره خپله لیوالتیا تل ژوندۍ ساتو. په دې لاره کې زموږ تر ټولو مهم امکان زمونږ ځوانان دي چې په هر ډګر کې ترینه قوي ملاتړ کوو او  هغوی ته فرصتونه وړاندې کوو."

 

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه په خپلو ځوانانو  چې له تعلیم څخه تر سپورت، له امنیت څخه تر سیاسته، له سوداګرۍ څخه تر هنره پورې، په هر ډګر کې په لومړي کتار کې ځای لري  افتخار کوي.

"موږ د هیواد  د ۲۰۲۳ کال د اهدافو او د ۲۰۵۳ کال د لیدلوري د تحقق لپاره له خپلو ځوانانو سره په ګډه پرمختګ ته دوام ورکو.

 زه ددې نظریې او لیدلوري سره یو ځل بیا ټولو هیوادوالو ته د مې ۱۹ مه د  اتاترک د یاد، د ځوانانو او سپورت د ورځې مبارکي وایم او په سر کې غازي مصطفی کمال اتاترک او د خپلواکۍ د جګړې ټولو اتلانو نه په درناوۍ سره یاودنه کوم.



اړوند خبرونه