ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه وکړه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ملګرو ملتونو سازمان په مرکزي دفتر کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره له کتنې وروسته د ترکي خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

1829145
ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه وکړه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ملګرو ملتونو سازمان په مرکزي دفتر کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره له کتنې وروسته د ترکي خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

چاووش اوغلو د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل  چې دا غونډه  د تركيې او امريكا ترمنځ په ستراتيژيك ميكانيزم کې د شته ستونزو د هواري په موخه جوړه شوې وه.

"په ځانګړې توګه (دا میکانیزم) په روم کې د بایډن او زموږ د ولسمشر اردوغان ترمنځ د دوه اړخیزې ناستې په ترڅ کې د جوړیدو پریکړه وشوه. پوښتنه داده چې ددې میکانیزم نه  هدف یڅه دی؟

  زموږ تر منځ اختلافات شتون لري، ستونزې شتون لري. هدف ددې اختلافاتو او ستونزو حل دی. ما وویل  راځئ چې دا ستونزې حل کړو. پدې لیدنه کې  ما په ځانګړي توګه په دوه اړخيزو اړيکو ټينګار وکړ:"څنګه کولای شو اقتصادي اړيکې نورې هم پياوړې کړو، څنګه کولای شو په بېلابېلو برخو کې همکاريو ته وده ورکړو، د ناټو دننه او بهر څه ډول کولی شو چې همکاریو ته لا پسې وده ورکړو.

پدې میکانیزم کې زمونږ هدف یواځې د همکاریو  پراختیا نده، بلکې د ستونزو پر حل تمرکز دی. د دې میکانیزم په چوکاټ کې، زه تاسو ته ویلی شم چې ډیره مثبته ناسته ترسره شوه، البته، دا د وزیرانو په کچه لومړۍ غونډه ده."

چاووش اوغلو ددې خبرې په ټینګار وویل چې البته د مشراتو په کچه به هم لیدنې کتنې ترسره شي. مونږ غواړو چې دا میکانیزم لاسته راوړنې ولري.

"ستراتیژیک میکانیزم باید پایله لرونکی وي"

چاووش اوغلو ددې خبرې نه په يادونې سره وویل چې  چې پخوا هم مونږ د  لارې نقشې جوړې کړې وې او د هغه وخت د امریکا د  مرستيال ولسمشر مايک پنس او ​​د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ترکیې ته راتګ پر مهال پرې موافقه شوې وه  ، خو له بده مرغه چې وروسته  د امريکا  پلو په خپلو ژمنو ونه درید  . د همدې امله موږ غواړو چې میکانیزم باید د ستونزو پر حل  متمرکز شي."

"ترکیې ته د ایف-۱۶ الوتکو ورکول هم ناټو او هم امریکا لپاره مهم دي"

چاوش اوغلو د F-16 الوتکو د خرڅلاو په اړه د امریکا او ترکیې ترمنځ د خبرو په اړه هم معلومات ورکړل.

"د امریکا د بهرنیو چارو وزارت  لخوا د کانګرس لیک ته ورکړی  ځواب مهم دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په  ټینګار ویلي چې ترکیې ته د F-16 الوتکو ورکول نه یوازې د ترکیې لپاره، بلکې د ناټو د متحد په توګه، بلکې د متحده ایالتونو لپاره هم مهم دی. په لنډه توګه که ووایو، دا مهال په تخنيكي كچه د سرتېرو تر منځ ليدنه هم ډېره مثبته روانه ده، البته په كانګرس هم كار ته اړتيا لري. د کانګرس نه دریځ هم تر اوسه پورې مثبت دي، زموږ سفارت هم په قوي توګه د  تماس په حال کې دی، وروستي پارلماني پلاوي هم په امریکا کې ډېرې ناستې کړې دي، موږ باید په دې اړه کار ته دوام ورکړو.

د امریکا حکومت او زموږ دواړو لورو لخوا دا پرمختګونه مثبت روان دي.

چاووش اوغلو د سویډن او فنلنډ د ناټو د غړیتوب په اړه هم پوښتنې ځواب کړې.

"دا د منلو وړ نه ده چې متحدین یا هغه هیوادونه چې غواړي د ناټو سازمان نوماندان شي د هغو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي چې موږ په نښه کوي.

 دا یوازې سیاسي ملاتړ نه دی. د بیلګې په توګه سویډن د پي کاکا ترهګري سازمان ته  وسلې ورکوي. کله چې ترینه پوښتنه کوو چې  دا څه دي. جنابان وايي چې  دوی د داعش پر خلاف د مبارزې لپاره دوې ته دا وسلې ورکوي.  په هغو وسلو چې تاسو يي ورکوۍ هغوې  پر مونږ  باندې بريدونه کوي." زمونږ افسران، زمونږ عسکر، زمونږ پولیس ، ملکي وګړي شهيدان کيږي، په همدغو وسلو يې کوي.

د بلې خوا دا خبره د یو هیواد لپاره د منلو وړ نده چې یو هیواد چې غواړي  متحد شي  او یا متحد لخوا پر دې هیواد امنیتي بندیزونه ولګوي.

همداشان نن سویډن او فنلنډ وايي چې مونږ به د ترکیې امنیتي اندیښنې حل کړو. ښه فرض وکړۍ چې دوې نن دا کار وکړ، خو کله چې د ناټو غړیتوب يي ترلاسه کړ ایا ددې ضمانت شتون لري چې ورته چلند به کوي.

هغه  هیوادونه چې غواړي د ناټو غړي شي، اړتیا لري چې د احتمالي غړیتوب وروسته ورته چلند ښکاره کړي. پدې اړه باید تضمین شتون ولري."



اړوند خبرونه