ترکیې د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

ترکیې د یونان د وروستیو بې بڼسټه ادعاګانو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

1829283
ترکیې د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

ترکیې د یونان پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

د ترکیې د  بهرنیو چارو وزارت، په یونان کې د نن ورځې د ځینو پیښو او څرګندونو په غبرګون کې وویل ، "موږ په بشپړ ډول د یوناني چارواکو لخوا د ( پونټوس ) بې اساسه تورونو او ادعاګانو  د کلیزې په پلمه ترسره شوي مسخره څرګندونې چې هدف یې په بشپړ ډول د  تاریخ تحریفول دي په کلکه توګه ردوو.

د وزارت لخوا په خپره شوې بیانیه کې ټینګار شوی چې په  خواشینۍ  سره چې  د یوناني چارواکيو لخوا  په دوامداره توګه د په غیر منطقي ډول د تاریخ د تحریفولو  هڅو ته  دوام ورکوي.  "موږ د یوناني لابیانو لخوا په دریم ګړو هیوادونو کې د بې بڼسټه او ناسمو ادعاګانو سره د ترکیې پر ضد  چې د نورو د اذهانو د خرابولو  هڅه کوي په کله توګه غندو.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د هغو کسانو دا هلې ځلې چې هڅه کوي له تاریخ څخه دښمني را پورته کړي او ځوان نسل ګمراه کړي "سولې او ثبات ته به هیڅ خدمت ونه کړي"

 

"د دې پر ځای چې په مصنوعي تاریخي داستانونو باندې تکیه وکړي چې له واقعیت سره مطابقت نلري، دا به د یونان لپاره یو ډیر معقول انتخاب وي چې په اناتولیا د یرغل او اشغال پر مهال يي ترسره کړي  د بشریت ضد جرمونو چې د ائتلافي دولتونو د تحقیقاتو کمیسیون په راپور کې ذکر شوي دي او د لوزان په تړون کې هم ترینه یادونه شوې ده  ومني.

همداشان دا به د هغه کسانو لپاره چې تل ددې بې بڼسټه ادعاګانو نه یادونه کوي او هڅه کوي چې په نړۍوالې اجندا کې ورته ځای ورکړي  په ۱۸۲۱ کال کې د تریپولیچه قتل عام په ګډون ترکان او نورو دینونو لارویان په ډیره بې رحمانه توګه وژلي دي  یوه ښه یادونه وي.

په اعلامیه کې یونان ته بلنه ورکړل شوې چې د حقایقو د تحریف پر ځای د همکارۍ پر بنسټ د سولې، ثبات او هوسا راتلونکي لپاره په ګډه کار وکړي.



اړوند خبرونه