د ترکیې ملي دفاع وزارت می د ۱۹ "ملي مبارزې ته ګام په ګام" موضوع سره چمتو کړې ویدیو نشر کړه.
نن د ترک ملت لخوا د یرغلګرو ځواکونو پر خلاف د خپلواکۍ د ملي مبارزې د پيلولو ۱۰۳ کلیزه ده
د ترکیې ملي دفاع وزارت می د ۱۹ "ملي مبارزې ته ګام په ګام" موضوع سره چمتو کړې ویدیو نشر کړه.
ویډیو چې د می د ۱۹ د اتاترک د یاد د ورځ او د ځوانانو او سپورت د جشن د لمانځنې لپاره چمتو شوې، د ملي دفاع وزارت د ټولنیزې مډیا د رسمي پاڼې له لارې خپره شوې.
دا ویډیو چې د غازي مصطفی کمال اتاترک په وینا پیل شوې ده، "د ملت خپلواکي به د ملت هوډ او تصمیم خوندي کړي" لنډ وخت کې د ډیرو زیاتو خلکو لخوا خوښه کړې شوه ، په کې موندروس تړون وروسته د متحدو قدرتونو لخوا د تړون نه د سرغړونې او اناتولیا د خاورې اشغال په اړه انځورونه شامل وو دي.
د یادولو وړ ده چې اتاترک او ملګري یې د د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې د میاشتې په ۱۹ مه نيټه کې د بندرما په بیړۍ کې تور سمندر ته روان شول، ددې سفر په اړه د اتاترک هغه وینا ته چې دا سفر تشریح کوي په ویډیو کې ځای ورکړ شوی دی.
"کله چې زه د ۱۹۱۹ کال د مې په میاشت کې په سامسون کې راښکته شوم، زما په لاس کې هیڅ مادي ځواک نه و، یوازې یو لوړ او معنوي ځواک و چې د ستر ترک ملت له شرافت څخه پیدا وو او زما ضمیر یې ډک کړی وو.ما پدې ملي ځواک او ترک ملت باندې د اعتماد سره دا کار پیل کړ. زه زه ډاډه وم چې يوه ورځ به خامخا له د ترک افق څخه لمر راپاڅېږي، چې د هغې تودوخه او قوت به موږ تاوده کړي، دا به موږ ته ځواک راکوي.
دا ویډیو د چې د ترکیې د وسله والو ځواکونو عملیاتي ځواک نني قوت او د رارسیدلې نقطې د انځورونو سره پای ته رسیږي ."د می د ۱۹ د اتاترک د یاد ورځ او د ځوانانو او سپورت ورځ مو مبارک شه. موږ د خپلو ملي مبارزو اتلانو، شهیدانو او پخوانیو سرتیرو، په ځانګړې توګه زموږ د قوماندانانو نه په درنښټ یادونه کوو. په ځانګړې توګه د مصطفی کمال اتاترک نه .