د مې ۱۹ مه د اتاترک د یاد ورځ او د ځوانانو او سپورت جشن

نن د مې ۱۹ مه نيټه ده چې د ترکیې جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک لخوا د سامسون د ولایت نه د خپلواکۍ د ملي مبارزې د مشعل د لګولو د ۱۰۳ کلیزې سره خوري .

1829187
د مې ۱۹ مه د اتاترک د یاد ورځ او د ځوانانو او سپورت جشن

نن د مې ۱۹ مه نيټه ده چې د ترکیې جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک لخوا د سامسون د ولایت نه د خپلواکۍ د ملي مبارزې د مشعل د لګولو د ۱۰۳ کلیزې سره خوري .

د نن نه پوره ۱۰۳ کاله مخکې د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې په ۱۹ مه نيټه  د ترکیې جمهوریت بنسټ ایښودونکي ستر رهبر مصطفی کمال اتاترک سامسون ولایت ته ولاړ او له هغه ځای نه يي  د ملي مبارزې مشعل روښانه کړ.

اتاترک چې د  هېواد د آزادۍ هیلې په ملت کې ولیدلې له استانبول څخه  چې انګلیس سمندري ځواکونو کښتیو پکې لنګر اچولی وو له خپلو ملګرو سره یوځای اناتولیا ته ولاړ او هلته يي د هیواد د خپلواکۍ مشعل روښانه کړ چې د  ۱۰۳ کلونو راهیسې روښانه دی.

دغه مهمه ورځ چې اتاترک ترکي ځوانانو ته ډالۍ کړه، د ۱۹۳۸ کال د مې د میاشتې په ۲۰ نیټه د قانون سره سم د ځوانانو او سپورت د ورځې په توګه په لمانځولو پیل وشو.

د می ۱۹، د اتاترک د یاد، د ځوانانو او سپورت ورځ په ټول هیواد او د هیواد نه بهر په سیاسي  نمایندګیو کې د ځانګړو  مراسمو او مختلفو فعالیتونو سره لمانځل کیږي.

په پلازمینه انقره کې، لومړی مراسم د اتاترک په مزار انت کبیر کې ترسره شول.

د ځوانانو او سپورت وزیر محمد محرم قصاب اوغلو له ځوانانو سره د اتاترک  معنوي حضور ته  حاضر شو. په مزار کې د ګلانو د ګیډې په ایښودلو سره د اتاترک معنوي حضور ته د درناوي په خاېر  د یوې شیبې لپاره  چوپتیا غوره شوه.

د سپورت او ځوانانو وزیر قصاب اوغلو وروسته د انت کبیر په ځانګړي کتاب کې لاسلیک وکړ. هغه په کتاب کې داسې ولیکل !

"ګرانه اتاترک، له خپلو ځوانانو سره په ګډه، موږ د مې د میاشتې ۱۹مه لمانځو، چې تاسو د ترکیې جمهوریت د بنسټ ایښودلو په لاره کې لومړی مشعل په لیوالتیا او جوش سره روښانه کړ، نن موږ د خپل جمهوریت او راتلونکي لپاره کار کوو. په همدې روحیه چې  یوه پیړۍ مخکې مو د هیواد د  ازادۍ لپاره مبارزه کړې وه، نن یو ځل بیا له ځوانانو سره په ګډه راتلونکې جوړوو.

 غواړم په ویاړ سره ووایم چې لکه څرنګه چې تاسې ویلي وو چې زما ټوله هیله ځوانانو ته ده  د ترکیې د جمهوریت اولاد  د عدالت، وجدان او رحم په شان د ښکلو اخلاقو په درلودلو سره نه یوازې زموږ د هیواد بلکې د ټول انسانیت لپاره  هیله ده. ، دا د یوې پیاوړې ترکیې د ایډیال لپاره د ویاړ موقع ده، موږ په خپلو پښو ولاړ یو. ځوانان او راتلونکي ته په امید سره ګوري."

په سامسون کې، د آزادۍ په سړک کې جوړ شوي مکیت  بیړۍ کې مراسم ترسره شول،

د ترکیې بیرغ، چې ​​سامسون ته د اتاترک د راتګ استازیتوب کوي، د توتون له بندر څخه ښکته شو.

په استانبول کې د تقسیم جمهوریت د یادګار مخې ته مراسم ترسره کیږي، د می ۱۹ د اتاترک د یاد، د ځوانانو او سپورت ورځ په ټول هیواد کې په شاندارو مراسمو سره لمانځل کیږي.


پيوندونه: #مې ۱۹ مه , #ترکیه

اړوند خبرونه