ولسمشر اردوغان "د ناټو وسعت زموږ لپاره تر هغه حده معنی لري چې زموږ حساسیتونو ته درناوی وشي."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل  هغه هیوادونه چې ترهګر ترکیې ته نه سپاري د ناټو غړیتوب ته به يي مونږ ( هو ) ونه وایو.

1828914
ولسمشر اردوغان "د ناټو وسعت زموږ لپاره تر هغه حده معنی لري چې زموږ حساسیتونو ته درناوی وشي."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل  هغه هیوادونه چې ترهګر ترکیې ته نه سپاري د ناټو غړیتوب ته به يي مونږ ( هو ) ونه وایو.

"د ناټو پراخول زموږ لپاره تر هغه حده معنی لري چې زموږ حساسیتونو ته درناوی وشي."

د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب  اردوغان  په ملي شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته وینا وکړه.

اردوغان په ټینګار سره وویل چې دوی تمه لري د ناټو متحدین به د ترکیې حساسیتونه درک او ملاتړ وکړي.

"موږ تمه لرو چې دوی د  خپلو پولو د ساتنې لپاره د ترکیې هڅې درک کړي. تاسې فنلینډ او سویډن  موږ ته ترهګر نه راسپارۍ  او  بیا د ناټو د سازمان د غړیتوب  لپاره زموږ نه د ملاتړ تمه کوۍ. هر څه څوک چې د پي کاکا  بېلتون غوښتونکي ترهګریز سازمان ملاتړ کوي ،د ناټو په سازمان کې د غړیتوب لپاره د ملاتړ غوښتنه کول یوه غیرې منطقي خبره ده. هغه څوک چې موږ ته د ترهګرو د راسپارولو نه ډډه کوي مونږ  نشو کولی چې د ناټو غړیتوب سره يي موافقه وکړو او "هو" ووایو . د ناټو پراخول زموږ لپاره یوازې تر هغه حده معنی لري چې زموږ حساسیتونو ته درناوی وشي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه

" د سویډن او فنلنډ استازو  غوښتل چې د دوشنبې په ورځ ترکیې ته راشي. په ناټو کې د غړیتوب په اړه خبرې وکړي، ما وویل که چېرې غواړي چې مونږ ته د قناعت کولو په خاطر راځي ، ځانونه دې نه سترې کوي . ځکه چې  ترهګریز سازمانونه لاهم په سویډن کې فعالیت کوي او غونډې کوي."

"موږ د هیچا خاورې ته سترګې پټې کړي ندي، موږ هوډ لرو چې هغه ګواښونه  چې زمونږ هیواد ته مخامخ دي هغه د ریښو نه وچ کړو."

"ایا په ناټو کې زموږ همکارانو هغو ترهګرو سازمانونو ته وسلې او مهمات نه دي استولي چې ترکیه یې په نښه کوي؟ هغوی ته په سلګونو میلیون یورو ورکوي چې ترهګریز سازمانونه پیاوړي شي.".



اړوند خبرونه