ولسمشر اردوغان د فنلنډ او سویډن په اړه سخت غبرګون وښود
ولسمشر اردوغان : مونږ به هیڅکله هم د ناټو په امنیتي سازمان کې د هغه هیوادونو چې پر ترکیې بندیزونه لګولي وي او د ترهګرو نه ملاتړ کړی وي غړیتوب سره موافقه ونکړو.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فنلنډ او سویډن د پلاوي په اړه چې
ویلي دي د ناټو په سازمان کې د غړیتوب د بهیر په اړه به د خبرو په خاطر د دوشنبې پر ورځ ترکیې ته راشي وویل ، که چیرې دوی مونږ ته د قناعت راکولو په خاطر راځي هیڅ زحمت باید ونه باسي. ځکه چې پدې اړه زمونږ دریځ معلوم دی.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د الجزایر د ولسمشر عبدالمجید تبون سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې انقرې ته راغلی دی په ګډه خبري غونډه کې وکړې.
ولسمشر اردوغان د سویډن او فنلنډ په اړه وویل چې ،
"دواړه هیوادونه د تروریستي سازمانونو په وړاندې روښانه او غوڅ دریځ نه لري."
ولسمشر زیاته کړه دوی وايي چې د دوشنبې په ورځ ترکیې ته راځي، آیا دوی مونږ ته د قناعت راکولو په خاطر راځي، که داسې وي مونږ ترینه بښنه غواړو، ځانونه دې نه سټرې کوي زمونږ دریځ معلوم دی.
"تر ټولو مخکې ، موږ به د ناټو په امنیتي سازمان کې د هغه کسانو غړیتوب ته هیڅکله هم هو ونه وایو چې پر مونږ يي تحریمونه لګولي دي.
د ویلو ده چې د سويډن او فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي وو چې د ناټو په سازمان کې د خپل احتمالي غړیتوب په بهیر د خبرو کولو په خاطر به ترکیې ته سفر وکړي.