ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده سره ټیلیفوني خبرې وکړې
ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
1824492
ولسمشر رجب طیب اردوغان د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ټیلیفوني خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز ته خپلې نیکې هیلې وړاندې کړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ټیلیفوني خبرې وکړې وکړې. پدې ټیلیفوني خبرو کې د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز چې د روغتیايي معایناتو په موخه په روغتون کې وو، د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات ترلاسه واخیستل او د عاجلې شفاء غوښتنه يي ورته وکړه.. په دې ټيلیفوني خبرو کې د ترکیې او سعودي عربستان پر اړیکو او سیمه ییزو مسایلو باندې هم خبرې وشوې.