ولسمشر اردوغان د اوکراین د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر اردوغان د اوکراین د ولسمشر زیلنسکي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د روسیې او اوکراین د جګړې په وروستیو پرمختګونو او روان وضعیت خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې د اوکراین او روسیې ترمنځه د سولې د ټینګښت په خاطر ډیپلوماتیکو هلو ځلو ته دوام ورکوي. هدف هر څه ژر د تل پاتې اوربند رامنځته کول دي. ځکه چې جګړه هیچا په ګټه نده.
ولسمشر اردوغان وویل چې د اوکراین او روسیې د ولسمشرانو مخامخ لیدنې ته د زمینې د برابرولو په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکوي.
همداشان هغه وویل چې ترکیه د اوکرایني وګړو خوا اوکراین وي او که خوا نور ګاونډي هیوادونه بشري مرستو رسولو ته دوام ورکوي.
همداشان ولسمشر اردوغان د بشري دهلیزونو پر اهمیت یو ځل بیا ټینګار وکړ.