د ترکیې د انتالیا په ولایت کې د روسیې ، اوکراین او ترکیې ترمنځه درې اړخیزه غونډه پیل شوه.
د روسیې او اوکراین بهرنیو چارو وزیران د غونډې سالون ته راغلل
1793070
د ترکیې د انتالیا په ولایت کې د روسیې ، اوکراین او ترکیې ترمنځه درې اړخیزه غونډه پیل شوه.
د ویلو ده چې لومړی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د غونډې سالون ته راغی. ترکیې بهرنیو چارو وزیر د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نه د سالون په دروازه کې هر کلی وکړ او هغه يي تر سالون پورې بدرقه کړ.
همداشان وروسته د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولبا د غونډې ځای ته راغی.
ترکیې بهرنیو چارو وزیر د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر کولبا نه هم هر کلی وکړ او هغه يي تر سالونه بدرقه کړ.
د یادولو وړ ده چې د ټولې نړۍ سترګې د انتالیا دې غونډې ته اوښتي دي. د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل نه وروسته دا لومړی ځل دی چې د روسېې او اوکراین لوړپوړي چارواکي مخامخ لیدنه کوي.