د روسیې  او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو مخامخ لیدنه پایته ورسیده.

په انتالیا کې د روسیې، اوکراین او ترکیې درې اړخیزه غونډه پایته ورسیده

1793231
د روسیې  او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو مخامخ لیدنه پایته ورسیده.

د روسیې  او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو مخامخ لیدنه پایته ورسیده.

لومړی د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولبا د کمرو مخې ته راڅرګند شو او خبریالانو ته يي د لیدنې په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل د هر څه مخکې غواړم چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي چاووش اوغلو نه ډیره مننه وکړم چې زمونږ لپاره يي  د روسیې د پلو سره د لیدنې فرصت برابر کړ.

هغه وویل چې ددې لیدنې نه زمونږ دوه هدفونه وو چې لومړی اوربند  وو او دویم د بشري دهلیزونو پرانیستل وو.

هغه وویل چې د ماریو پول په مسئله کې تر کومې نتیجې ته ونه رسیدو. همداشان د اوربند په اړه هم کومه غوڅه نتیجه ترلاسه نشوه. هغه وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې  دا پریکړه دده په صلاحیت کې نده او پدې اړه به سلامشوره وکړي.

هغه وویل چې دا لیدنه زما لپاره هم ډیره اسانه وه او هم ډیر ګرانه . اسانه وه ځکه چې لاوروف  د اوکراین په اړه خپلو دودیز فکر په اړه ټینګار کولو.

ګرانه وه ځکه چې ما د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې وکړي.

د بشري وضعیت په اړه باید لازم ګامونه اوچت شي. تر ټولو ستره تراژیدي په ماریوپول کې دوام لري. مونږ تمه کوله چې ددې لیدنې نه د بشري دهلیزونو په اړه یوه نتیجه ترلاسه کړو.

خو له بده مرغه چې لاوروف ددې پریکړې صلاحیت نلري. خو هغه وویل چې د لازمو چارواکیو سره به پدې اړه خبرې وکړي. تر کومه چې پوهیږو پریکړې بل څوک کوي.

مونږ د ۲۴ ساعته اوربند وړاندیز وکړ خو له بده مرغه چې پدې اړه هم کوم پرمختګ ونشو. د ویلو ده چې د هلو ځلو د دوام په اړه په تفاهم ورسیدو.

زه یو ځل بیا لیدنې ته چمتو یم . دیته ورته لیدنې په څیر. که چیرې یو حل لاره موندل کیږي  پوره باور لرم چې دا به د بهرنیو چارو د وزیرانو د لیدونو په نتیجه کې رامنځته کیږي. د همدې امله زه په اوکراین کې د روانې جګړې د پایته رسولو په خاطر هر ډول لیدونو ته چمتو یم.

هغه وویل چې هیواد د روسیې د یرغل نه د ژغورولو په خاطر د ګامونو اوچتولو او مبارزې ته به دوام ورکړو.

ښاغلي چاووش اوغلو حسن نیت سره ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړې. په ډیره مسلکي توګه.



اړوند خبرونه