د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو د لیدنې نه وروسته د لاوروف څرګندونې

د اوکراین ، روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو د وزیرانو درې اړخیزه لیدنه او غونډه پایته ورسیده.

1793266
د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو د لیدنې نه وروسته د لاوروف څرګندونې

د اوکراین ، روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو د وزیرانو درې اړخیزه لیدنه او غونډه پایته ورسیده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د غونډې نه وروسته د کمرو مخکې ته څرګند شو او د لیدنې په اړه يي معلومات ورکړل.

لاوروف وویل چې  د ننۍ غونډې په نتیجه کې په یوې خبره ډیر ښه پوه شو چې هغه هم د مذاکراتو ځای هیڅ شی نشي نیولی. روسیه د روانې ستونزې د حل په برخه کې د هر ډول هلو ځلو نه پوره ملاتړ کوي.

هغه وویل چې په اوکراین کې په یو زیات شمیر سیمو کې ملکي وګړو نه د سپر په توګه کار اخیستل کیږي. د روسیې د دفاع وزیر پدې اړه وخت په وخت معلومات ورکوي.

د بشري دهلیزونو وړاندیز اوس هم د اعتبار وړ دی. د بشري دهلیزونو ګذرګاه بیا د حاکمو ډلو لخوا تعینیږي.

هغه وویل چې مونږ غواړو چې د اوکراین ستونزه په کامله توګه حل کړو. غواړو چې د اروپايي هیوادونو نظریات په نظر کې نیولو سره لازم ګامونه اوچت کړو.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیې د روانې جګړې مالي مصارف حساب کړي دي؟ همداشان د اوکراین نه بهر په نورو سیمو هم د برید پلان لرۍ او که نه؟ وویل، دا چې دا ځانګړي عملیات څه ډول دوام وکړي دا زمونږ د دفاع وزارت مسئولیت دی.د پلان په مطابق يي پرمخ وړي. دا ویلی شم چې عملیات د روسیې د اعلی سرقومندان لخوا د جوړ شوي پلان سره سم پرمخ روان دي.

هغه وویل چې د لویدیځ لخوا اوکراین ته د وسلو ورکول یو ډیر خطرناکه ګام دی. په زرګونو توغندي او راکټونه يي ورکړي دي. مونږ د اروپا نه پوښتنه کوو چې ایا تاسې ددې راکټونو او توغندیو د ورکولو سره څه ډول د مذاکراتو مخه نیسئ؟ دا مسئله به اوږد مهال ستونزې رامنځته کړي.

روسیه په بل هیواد د برید پلان او نیت نلري او په اوکراین يي هم برید ندی کړی.

هغه وویل چې هغه مسئلې چې زمونږ پورې اړوند دي ایا ناټو سازمان څه ډول ددې په اړه پریکړه کولای شي؟ مونږ د اوکراین د امنیت سره مخالف نه یو. مونږ نه د ځان د سپیناوي هڅه نه کوو.

مونږ خپل اهداف په ډیره ښکاره توګه اعلان کړي دي. مونږ نه غواړو چې اوکراین په وسلو سمبال شي. مونږ نه غواړو چې په اوکراین کې نیونازي حکومت رامنځته شي. مونږ د اوکراین بې طرفي غواړو.

هغه وویل چې پوتین د مذاکراتو او خبرو اترو نه هیڅکله هم ندي تښتیدلی. خو مونږ هسې د تشو خبرو مذاکراتو نه غواړو.

ددې مسلې په اړه هم د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر سره هم خبرې وکړې.

هغه وویل داسې ادعاګانې شتون لري چې پنټاګون د اوکراین په خاوره کې په لسګونو د بیالوژیک وسلو لابراتورونه جوړ کړي دي.

دې مسئلې مونږ اندیښمن کړي یو . مونږ ددې پوښتنو ځواب غواړو. د لویدیځ یواځنی هدف اوکراین د روسیې په مقابل کې کار ول دي. د روسیې په مقابل کې لمڅول دي.

هغه د لویديځ لخوا پر روسیې  د اقتصادي بندیزونو نه په یادونې سره وویل چې دا ټولې ستونزې په حل شي. دا بحران به هم تیر شي. هغه وویل چې لویدیځ د مقامت او اعتماد وړ یو متحد ندی. مونږ به د خپل وس او توانه پورې هرڅه وکړو ترڅو هغوې ته احتیاج نشو.

هغه پر امریکا سختې نیوکې وکړې او وویل چې هدف د رسیدو په خاطر هر څه کوي.

لاوروف ددې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا په څیر ایا روسیې هم خپلو سفیرانو ته لازم هدایتونه کړي  دي او که نه؟ وویل ، مونږ هغوې ته خپل دریځ او تګلاره ښودلې ده. د بهرنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې حرکت کوو.

هغه وویل چې امریکا هڅه کوي چې ترکیه او مصر هم زمونږ پر خلاف په بندیزونو کې شامل کړي. دا په اصل کې ستره بې احترامي ده. مونږ ګومان نه کولو چې دوی به تر دې حده راغورځیدلي وي. خو امریکا د خپل هدف لپاره هر څه کوي.

لاوروف د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اټومي  جګړه ممکن ده او که نه؟ وویل ، باور نکوم او نه غواړم چې پدې خبرې باور وکړم.



اړوند خبرونه