چاووش اوغلو : ترکیه د مونتریکس کنواسیون ټکی په ټکی تطبیقوي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو  وویل چې ترکیه د مونتریکس کنواسیون ټول حکمونه ټکی په ټکی عملي‌ کوي.

1787304
چاووش اوغلو : ترکیه د مونتریکس کنواسیون ټکی په ټکی تطبیقوي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو  وویل چې ترکیه د مونتریکس کنواسیون ټول حکمونه ټکی په ټکی عملي‌ کوي.

چاووش اوغلو وویل چې " مونږ د مونتریکس کنواسیون ټول حکمونه ټکی په ټکی  عملي کوو. ټولو هغه هیوادونو ته چې زمونږ سمندري‌ ګاونډیان دي‌ او یا ندي‌  د ترکیې

د تنګیو نه  د  جنګي‌ بیړیو د نه تیرولو په برخه کې خبرداری ورکړی دی. د مونتریکس کنواسیون چې څه حکم کوي‌ هغه ټول مونږ تطبیق کړي او ددینه وروسته به يي هم تطبیقولو ته دوام ورکړو.  د روسیې او اوکراین ترمنځه د جګړې د پيلیدو نه راپدیخوا  تر ننه پورې زمونږ د تنګیو نه کومه جنګي‌ بیړۍ نده تیره شوې او نه هم چا غوښتنه کړې ده. تر ننه پورې روسانو تل زمونږ نه د اړتیا پر مهال د مونتریکس د کنواسیون د حکمونو د تطبیقولو او یا نه تطبیقولو په اړه پوښتنه کوله. مونږ ورته تل په ځواب کې ویلي‌‌ دي‌ چې دا کنواسیون ټکی ټکی تطبیقوو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو نن دوشنبه د فبروري‌ په ۲۸ مه نيټه د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د کابینې  د غونډې نه وروسته  د  روسیې او اوکراین ترمنځه د جګړې د پيلیدو  سره سم  د مونتریکس د کنواسیون په اړه د پيل شوو بحثونو او ناندریو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې د مومتریکس د کنواسیون د ۱۹ مادې  له مخې  د جګړې پر مهال که چیرې ترکیه د جګړې پلو وي‌ د تنګیو نه د تیریدو ټول واک او صلاحیت ترکیې ته ورکړ شوی دی او که چیرې  ترکیه د جګړې پلو نوي‌  د تنګیو نه  په جګړه کې د ښکیلو خواوو جنګي‌  بیړیو د تیریدو د مخنیوي‌ صلاحیت لري. که چیرې جنګي‌ بیړۍ خپلو هډو ته ستنیږي‌ مخه يي نه نیول کیږي.

هغه وویل چې ترکیه د مونتریکس کنواسیون ټول حکمونه ټکی په ټکی عملي کوي. د همدې امله ټولو هغه هیوادونو ته زمونږ سمندر‌ي ګاونډیان دي‌ او یا ندي‌ د تنګیو نه د جنګي‌ کښتیو د نه تیرولو خبرداری ورکړی دی. څه چې د مونتریکس کنواسیون حکم کوي‌ مونږ هغه تطبیقوو او ددینه وروسته به يي هم تطبیق ته دوام ورکړو.



اړوند خبرونه