ولسمشر اردوغان په افریقا کې خپل سفر په نیمايي کې پرې او هیواد ته راستنیږي

ولسمشر اردوغان په افریقا کې خپل سفر په نیمايي پرې کړ

1783173
ولسمشر اردوغان په افریقا کې خپل سفر په نیمايي کې پرې او هیواد ته راستنیږي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د درې ورځني‌ سفر په ترڅ کې افریقا لویې وچې ته سفر کړی وو خپل سفر په نیمايي کې د پرې کولو پریکړه وکړه.

ولسمشر اردوغان افریقا ته د خپل  درې ورځني سفر په چوکاټ کې ګینه  بیسایو  سفر په لغوه کولو سره هیواد ته د راستنیدو پریکړه وکړه.

ولسمشر اردوغان افریقا ته د خپل سفر په چوکاټ کې لومړی کانګو ډیموکراتیک جمهوریت او وروسته سینیګال ته سفر وکړ.

ولسمشر اردوغان افریقا ته د خپل سفر په چوکاټ کې د سینیګال نه وروسته ګینه بیسایو ته سفر کولو چې په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو له امله دا سفر لغوه کړ.

ولسمشر اردوغان به هیواد ته د راستنیدو نه وروسته  د ناټو سازمان د مشرانو په انلاین سرمشریزه کې ګډون وکړي.

ولسمشر اردوغان ګینه بیسایو ته خپل سفر راتلوونکي‌ تاریخ ته  وځنډو. ولسمشر اردوغان او ورسره مل هیئت به په سینیګال کې د خپلو رسمي لیدونو کتنو نه وروسته هیواد ته راستون شي.



اړوند خبرونه