ولسمشر اردوغان د ابوظبي د ولیعهد شهزاده سره لیدنه وکړه
د ترکیې او متحده عربي اماراتو ترمنځه په ۱۳ برخو کې ۱۳ تړونونه لاسلیک شول
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د دوه ورځني سفر په ترڅ کې تیره ورځ متحده عربي اماراتو ته سفر کړی دی د ابوظبي د ولیعهد شهزاده شیخ محمد بن زید النهیان سره دوه په دوه لیدنه وکړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ابو ظبي د ولیعهد شهزاده شیخ محمد زید النهیان سره دوه په دوه لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان د شیخ محمد بن زید سره د ابوظبي د الوطن په ماڼۍ کې لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو سربیره د سیمه ایزو پرمختګونو ، د سیمې پر امنیت، سولې او استقرار ټینګښت او پدې اړه لازمو اقداماتو او د سوله ایزو حل لارو نه د ملاتړ کولو اړوند مسئلو په اړه پراخه خبرې وکړې.
په خبر کې راغلی دی چې د ابوظبي ولیعهد شهزاده بن زید د ولسمشر اردوغان سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړه چې دا سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځه همکاري لا پياوړي کړي او په ګډه کار کولو په لاره کې به یوه نوې دوره او باب پرانیزي. دا به یو نوی پيل وي.
همداشان هغه د سیمه ایزې سولې او همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه د اوچتو شوو هرو ګامونو نه هر کلي کوي. متحده عربي امارات په سیمه ایزه توګه د ډول ډول ستونزو سره مبارزه کوي او پدې ګډه مبارزه کې د ترکیې سره همکاري ته ځانګړی اهمیت ورکوي.
د ویلو ده چې متحده عربي اماراتو ته د ولسمشر اردوغان ددې سفر په ترڅ کې د دواړو هیوادونو ترمنځه په ۱۳ جلا جلا برخو کې ۱۳ تړنونه لاسلیک شول.