ترکیه د دفاعي ټکنالوژۍ په برخه کې هره ورځ نوي ګامونه اوچتوي

ترکیې ځايي او ملي تعرضي چورلکې اټاک په یو ډیر مهم او پرمختللي سیستم سمبالې کړې

1764361
ترکیه د دفاعي ټکنالوژۍ په برخه کې هره ورځ نوي ګامونه اوچتوي

 د ترکیې ځايي او ملي هليکوپټر ( اټاک ) چې هر ډول تهدیدونو ته په الکټرونیک ډول د ځواب او برید کولو او د مقابل لوري د رادار د فریکانسونو د ګډوډولو په پرمختللي سیستم سمباله ده په خپلو همکتارانو کې تر ټولو پیاوړې چورلکه ده.

دا ځانګړتیاوې په نورمال چورلکو کې په ډیره نادره توګه لیدل کیږي چې ډیرې مهمې لاسته راوړنې دي.

د ترکیې د دفاعي صنایع د ډیرو مهمو ځايي او ملي پروژو نه د اټاک چورلکې هم د هیواد په دننه او د پولو نه بهر د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ډیر مهم رول په غاړه لري.

د نوموړو چورلکو د لا ودې او پرمختګ په خاطر اوس هم هلې ځلې دوام لري.

ددې چورلکو وروستۍ ټي ۱۲۹ بي ډوله  لنډه موده مخکې د ترکیې پلو ځواکونو ته وسپارل شوه.

دا وروستۍ نوې ډول اټاک چورلکه د رادار د فریکانسونو د کډوډولو تر ټولو په پرمختللي سیستم سمبال ده.

دا سیستم په کامله توګه  ترکي انجینیرانو لخوا طرحه ، ډیزاین او جوړ شوی دی.

د بیلګې په توګه که چیرې دښمن په اټاک چورلکې  د رادار په ځانګړي سیستم سمبال توغندي سره برید وکړي  سمدلاسه دا سیستم فعاله کیږي او توغندي د رادار فریکانسونه ګډوډي او توغندی بل لوري ته سوقوي.

همداشان دا چورلکه د هر ډول تهدیدونو ځواب په الکټرونیک توګه ورکوي. په تهدیدونو تعرض کوي .



اړوند خبرونه