ترکیې دفاع وزیر : ۴۴ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي
خلوصي اکار : د ترهګرو پر خلاف زمونږ عملیات پرته د ځنډ نه دوام لري
د ترکیی د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د شانلي اورفا ولایت د اقچه قلعه په ولسوالۍ کې د سوریې سره د پولې په اوږدو کې د ترهګرو پر خلاف عملیات د خپل ټول شدت سره دوام لري.
هغه یو څه موده مخکې د اقچه قلعه په سیمه کې د ترهګرو په برید کې د شهید شوو ۳ تنو سرتیرو نه په یادونې سره وویل چې ، ددې خائین برید نه وروسته د ترهګرو د تثبیت شوو اهدافو د لمنځه وړو او ترهګرو د جزايي کولو عملیات پيل شول. ددې عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۴۴ تنه ترهګر له منځه وړل شوی دی. زمونږ اتلو وسله والو ځواکونو زمونږ د اتلو شهیدانو غچ واخیست . ترکیه په سوریه کې د خپلو مخاطبینو نه د تړونونو په چوکاټ کې خپل مسئولیتونو د پر ځای کولو تمه لرو.
د پولو نه د پورې غاړې راغلو او یا پلان شوو بریدونو پ اړه زموږ تحمل او صبر نور پایته رسیدلی دی. دې ډول پيښو زمونږ د صبر کاسه نور ډکه کړې ده او د کوچنۍ کومې پيښې زغم نلرو.
هغه زیاته کړه چې عملیات به دوام ورکړي.