په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۵۵۶۴ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۴۱۰ زره او ۱۱۶ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۷۵۵۶۴ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱۶۷۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۳۸ میلیونه ۳۲۶ زره او ۳۱۸ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۲۰۵ زره او ۲۱۴ تنو ته لومړنی ډوز ، ۵۲ میلیونه ۵۱ زره او ۴۰۹ تنو ته لومړی او دویم ډوز او ۲۲ میلیونه ۷۷۵ زره او ۱۷۰ تنو ته لومړی ، دویم او دریم ډوز د کرونا ویروس ضد واکسین تزریق شوی دی.