ترکیې د یونان د ولسمشرې د وروستیو څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
ترکیې د یونان د ولسمشرۍ پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یونان د ولسمشرې کاتریني ساکلاروپولو لخوا د ترکیې د نږدې تاریخ په اړه د کړو څرګندونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.
د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د یونان ولسمشرۍ پلازمینې اتن د ایلینيکو اګریروپولي په سیمه کې جوړیدونکې ماڼۍ د بڼسټ ایښودو په مراسمو کې د ترکیې د وروستي تاریخ په اړه ځیني بې اساسه او بې بڼسټه څرګندونې کړي چې ډیر د تاسف او خواشینۍ ځای دی.
د یونان د ولسمشرۍ دا بې بڼسټه ادعاګانې د یونان لخوا پر اناتولیا د یرغل او اشغالولو اقدام او د یوناني ځواکونو لخوا په ځانګړې توګه په لویدیځې اناتولیا سیمه کې ترسره شوي ضد انساني ، وحشیانه او قاتلانه کړنې او بشري جنایتونو حقیقت پټولی نشي.
غواړم یونان ته یو ځل بیا د لوزان تړون ۵۹ مه ماده ورپه یاده کړو چې له مخې د ائتلافي دولتونو د تحقیقاتي کمیسیون لخوا د ترسره شوو تحقیقاتو په راپور کې یونان د ترسره کړو بشري جنایتونو له امله ترکیې ته د غرامت او بدل په ورکولو محکوم شوی وو.
د یونان لخوا وخت نا وخته دا ډول بې بڼسټه او بې بنیاده ادعاګانې د دواړو هیوادونو ترمنځه د موجودو ستونزو د حل او د اړیکو د ودې او نورمالولو په لاره کې په روانو هلو ځلو او مذاکراتو منفي اغیزې او سیورې پرې غوړوي.
دا ډول دریځ او چلند ددې هیواد د جګپوړو دولتي مقاماتو د شان او مسئولیتونو سره برابر ندي. د همدې امله ګاونډي هیواد یونان ته یو ځل بیا د عقل سلیم نه د کار اخیستو بلنه ورکوو.