په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۷۷۲۲ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۴۲۲ زره او ۲۸ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۷۷۷۲۲ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۲۵۷۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۳۷ میلیونه ۸۹۱ زره او ۸۳۵ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۱۸۲ زره او ۲۰۶ تنو ته لومړنی ډوز ، ۵۲ میلیونه ۱۶ زره او ۴۰۶ تنو ته لومړی او دویم ډوز او ۲۲ میلیونه ۵۱۷ زره او ۴۵۰ تنو ته لومړی ، دویم او دریم ډوز د کرونا ویروس ضد واکسین تزریق شوی دی.