په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۴۲۶۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۴۳۰ زره او ۲۵۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۷۴۲۶۶ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۹۲۲۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۳۷ میلیونه ۴۲۸ زره او ۱۶۰ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۱۵۷ زره او ۲۷۲ تنو ته لومړنی ډوز ، ۵۱ میلیونه ۹۷۶ زره او ۷۵۲ تنو ته لومړی او دویم ډوز او ۲۲ میلیونه ۲۵۱ زره او ۶۳۳ تنو ته لومړی ، دویم او دریم ډوز د کرونا ویروس ضد واکسین تزریق شوی دی.