ترکیې د یونان  د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

ترکیې یونان ته نړۍوالو تړونونو او حقوقو ته د درناوي کولو بلنه ورکړه

1757274
ترکیې د یونان  د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند تانژو بیلګیچ د ترکیې په اړه د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس دندیاس   څرګندونو نه پارونکو او تحریک امیزه څرګندونو په توګه یادونه وکړه.

ترکیې بهرنیو چارو وزارت ویاند د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ″ د یونان لخوا زمونږ د هیواد د حق او ملي ګټو نه د دفاع کولو د قوي ارادې نه د تهدید په توګه یادونه او د حقیقت نه لرې ناسمو ادعاګانو سره د اذهانو د خرابولو هلې ځلې په کلکه توګه ردوو. که چیرې په حقیقت کې په سیمه کې کوم تهدید شتون ولري، ددې تهدید اصلي سرچینه د یونان یو پلوي او تاوتریخوالي ته لمن وهوونکي  اقدامات دي. ″

په بیان کې زیاته شوې ده چې ″ د یونان د لومړي وزیر دندیاس لخوا د چا خبره هره ورځ د ترکیې پر ضد څرګندونې چې په هیڅډول سولې او استقرار ته خدمت نه کوي د حقیقت لرې یواځې پاپولست ادعاګانې دي. د هغه دا تحریک امیزه او پارونکې څرګندونې نه د ښه ګاونډیتوب د اړیکو او نه هم د ترکیې او یونان ترمنځه پيل شوي د مشورتي مذاکراتو د شان سره سمون خوري. ″

په بیان کې راغلي دي چې دندیاس تل د ډیالوګ او مذاکراتو پر ځای تاوتریخوالي  ته ترجیح ورکوي. یونان تل په ایژې او مدیترانه کې د نړۍوالو حقوقو پر خلاف د ادعاګانو په رڼا کې د حرکت سره تاوتریخوالي ته لمن وهي.

په بیان کې یونان ته نړۍوالو تړونونو او حقوقو ته د درناوي کولو بلنه ورکړ شوې ده.

په یونان  تاوتریخوالي ته د لمن وهلو پر ځای اعتدال او عقل سلیم نه د کار اخیستو او نړۍوالو تړونونو او معاهدو ته د درناوي کولو غږ شوی دی.

د ویلو ده چې د یونان د بهرنیو چارو وزیر دندیاس تیره ورځ په پلازمینه اتن کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ال سعود سره لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې په سیمه کې د برید ګر سیاستونو نه په کار اخیستو تورنه کړې وه. همداشان د ترکیې پر خلاف يي ځینې بې بڼسټه ادعاګانې کړې وې.


پيوندونه: #غبرګون , #یونان , #ترکیه

اړوند خبرونه