چاووش اوغلو د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره لیدنه وکړه
ترکیې بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره لیدنه وکړه
1749551
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په پاکستان کې جوړه شوې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په چوکاټ کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ملا امیر خان متقي سره لیدنه وکړه.
چاووش اوغلو ویلي دي چې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په چوکاټ کې چې په پاکستان کې جوړه شوې ده د یو زیات شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنې کړي دي.
هغه ویلي دي چې د نوموړو لیدونو کتنو په ترڅ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ملا امیر خان متقي سره هم لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې د افغانستان د روان وضعیت او وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې او بحث وکړ.
هغه ویلي دي چې د ایران او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم لیدنه کړې ده .