د ترکیې د ارمنستان لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه
د ترکیې او ارمنستان ترمنځه د اړیکو د نورمالولو په اړه پرله پسې ګامونه اوچتیږي
د ترکیې د ارمنستان لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې په امریکا کې د ترکیې پخوانی سفیر سردار کلچ به د ارمنستان لپاره د ترکیې د ځانګړي استازي په توګه په دنده وګماري.
چاووش اوغلو په متحده عربي اماراتو کې د خپلو لیدونو کتنو نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې متحده عربي اماراتو ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر په اړه هم په تیاریو پيل شوی دی. انشاالله چې د ښاغلی ولسمشر اردوغان به د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۱۴ او ۱۵ مو نیټو متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي. پلان مو پدې شکل جوړ کړی دی. همداشان په پلان کې لرو چې د فبروري په ۱۵ مه نیټه د ایکسپو ۲۰۲۰ په چوکاټ کې د ترکیې ملي ورځ جوړه کړه. نن مونږ د خپلو سیالانو او متحده عربي اماراتو د مقاماتو سره پدې اړه خبرې وکړې.
چاووش اوغلو د ترکیې او ارمنستان ترمنځه د اړیکو د نورمالولو د بهیر په اړه هم پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې پدې اړه ډیرې مهم او مثبت ګامونه اوچتیږي.
هغه وویل چې د ارمنستان سره د اړیکو نورمالولو په خاطر هر ګام د اذربایجان سره په سلا مشوره کې پورته کوو. هیڅوک باید پدې مسئله کې دا پوښتنه ونکړي چې ولې د اذربایجان نه په خپلواکه توګه دا ګامونه نه اوچتوۍ. ځکه چې د ترکیې او اذربایجان خلک په دوو جلا جلا دولتونو کې یو ملت دی. هغه وویل چې د ترکیې او ارمنستان د اړیکو د نورمالولو په مسئله کې باید د اعتماد سازۍ په اړه مهم ګامونه اوچت شي.
د یو پلو نه د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه باید د اعتماد سازۍ په خاطر ګامونه اوچت شي او ددې ترڅنګ مونږ به هم پدې برخه کې ځیني ګامونه اوچت کړو.
هغه وویل چې د ولسمشر اردوغان د هدایت له مخې په امریکا کې د ترکیې پخوانی سفیر سردار کلچ مو د ارمنستان لپاره د ترکیې د ځانګړي استازي په توګه په دنده وګمارو.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.