په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۲۲۳۴ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
1735894
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۳۵۷ زره او ۲۲۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۲۲۲۳۴ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۹۵۳۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۱۹ میلیونه ۲۹ زره او ۷۹۸ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.