ولسمشر اردوغان : په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف مبارزه په ډیره بریالۍ توګه پرمخ روانه ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په ترکیه کې د نوي ډول کرونا ویروس د مثبتو پیښو، په روغتون کې د بستر کچه او ځاني زیانونو شمیره د کنټرول لاندې  د نیول کیدو  په  سویه کې قرار لري.

1731208

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې پرون د کابینې د غونډې نه وروسته وکړې.

هغه وویل چې ترکیه په نړۍ کې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ پر خلاف مبارزه د نږدې نه تعقیبوي. همداشان دا مبارزه مخکې د مخکې نه د قوي تدابیرو د نیولو سره په ډیره بریالۍ توګه پر مخ وړي. د پراخې وبا ناروغۍ  دویم کال پوره کیږي.

همداشان د کرونا ویروس نوې څپې او نوو بڼو په رامنځته  کیدو سره  ددې ویروس په اړه وړاند وینو او تحقیقاتو نه هم خپه اړوي او بشریت تهدیدولو ته دوام ورکوي.

همداشان روان وضعیت د نړۍ د پرمختللو هیوادونو په ګډون ټول دولتونه په ځانګړې توګه د روغتیا او اساسي خدماتو او لومړنیو توکو په برخه کې د ډیرو زیاتو مشکلاتو سره مخامخ کړي دي. د الله په فضل کې چې ترکیه د روغتیايي خدماتو په برخه کې د هیڅډول ستونزې سره مخامخ ندی او پدې برخه کې به  مو تر ننه پورې  هیڅډول بحران رامنځته کیدو اجازه نده ورکړې او اجازه به ورنکړو.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې په ترکیه کې د کرونا ویروس نوې پیښې، په روغتونونو کې د بستر کچه او بیړني مراقبت د چپرکټونو شمیره او ځاني تلفاتو رقم پداسې یوه کچه کې ندی چې کنټرول نشي.  

اړوند خبرونه