په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۵۳۰۴ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
1730561
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۳۴۷ زره او ۷۸۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۲۵۳۰۴ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۸۵۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۱۷ میلیونه ۳۷۸ زره او ۵۳۲ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.