د عراق په شمال کې د ترکیې یو تن سرتیری په شهادت ورسید
د ترکیې یو تن سرتیری د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر خلاف په روانو عملیاتو کې په شهادت ورسید.
1726462
د ترکیې یو تن سرتیری د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر خلاف په روانو عملیاتو کې په شهادت ورسید.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو لخوا د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو په چاودنه کې زمونږ یو تن اتل سرتیری په شهادت ورسید.
ترکیې ملي دفاع وزارت د اتل سرتیري د شهادت له امله د شهید سرتیري کورنۍ ، ترک ملت او ترکیې وسله والو ځواکونو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
د ویلو ده چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د روان میلادي کال د اپریل په ۲۴ مه نيټه د عراق په شمال کې د ترهګرو پر خلاف چې د هغه سیمې نه به يي وخت نا وخته په ترکیې ترهګریز بریدونه کیدل عملیات پیل کړل.
د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې ترهګرو ته ستر ګوزار ورکړ شوی .