د ترکیې او امریکا د اف ۳۵ ډوله الوتکو په مسئله کې د اختلافاتو د حل په اړه خبرې وکړې.

د ترکیې او امریکا د دفاع وزارتونو ترمنځه غونډه وشوه

1726039
د ترکیې او امریکا د اف ۳۵ ډوله الوتکو په مسئله کې د اختلافاتو د حل په اړه خبرې وکړې.

د ترکیې او امریکا د اف ۳۵ ډوله الوتکو په مسئله کې د اختلافاتو د حل په اړه خبرې وکړې.

د ترکیې د دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې د امریکا د دفاع وزارت سره د اف ۳۵ الوتکو په مسئله کې د اختلافاتو د حل او مالي‌ مسئلو په اړه غونډه وکړه.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې دا غونډه په پلازمینه انقره کې د ترکیې په دفاع وزارت کې وشوه.

پدې غونډه کې د روانو اختلافاتو د حل په خاطر د دواړو هیوادونو ترمنځه د مذاکراتو په دوام تفاهم وشو.

د یادولو وړ ده چې امریکا متحده ایالتونو ترکیه د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي‌ سیستم د رانیولو له امله  د اف ۳۵ ډوله پنځم نسل جنګي الوتکو د پروګرام نه چې ددې الوتکو د پروژې شریک او تولیدونکی هیواد وو وویست.



اړوند خبرونه