د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رسمي‌ سفر په ترڅ‌ کې روسیې ته سفر وکړ.

ولسمشر اردوغان روسیې ته لاړ

1712144
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رسمي‌ سفر په ترڅ‌ کې روسیې ته سفر وکړ.

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د څرګندونو له مخې ولسمشر اردوغان د روسیې د سوچي‌ ښار ته سفر وکړ. ولسمشر اردوغان به په سوچي‌ ښار کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره دوه په دوه لیدنه وکړي.

ددې سفر اصلي‌ موضوع سوریه او افغانستان مسئلې دي. ولسمشر اردوغان به پدې لیدنه کې د سوریې د تل رفعت او منبیج په سیمو کې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان  د موجودیت په اړه خبرې وکړي. ولسمشر اردوغان به د استانې د تړون سره سم سیمه د ترهګرو ډلو او سازمانونو نه د پاکولو په مسئلې ټینګار وکړي.

همداشان ولسمشر اردوغان به پدې لیدنه کې  په سوریه کې د روسیې د کنټرول لاندې د سیمو نه د ترکیې پر خلاف د بریدونو نه خپله ناراحتي‌ بیان کړي او هر څه ژر ددې بریدونو د مخنیوي‌ غوښتنه وکړي.

پدې لیدنه کې به پر ادلب د بریدونو له امله د ګډوالۍ  د نوې څپې د خطر نه هم یادونه وشي. د لیبیا او افغانستان  د مسئلو سربیره د سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو به بحث او تبادل د نظر وکړي.

د افغانستان په وروستیو تحولاتو او پرمختګونو به جلا خبرې وکړي.

همداشان پدې لیدنه کې به د ترکیې او روسیې په اړیکو  هم  خبرې وشي.

د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د ترکیې د ملي‌ استخباراتو رئیس حاکان فیدان، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون او د ولسمشر اردوغان ویاند ابراهیم قالن هم ملګرتیا کوي.



اړوند خبرونه