د ترکیې او امریکا د ملي امنیت سلاکارانو په سپینه ماڼۍ کې لیدنه وکړه
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند لوی سفیر ابراهیم قالن د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان سره په سپینه ماڼۍ کې لیدنه وکړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې پدې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، نوي ډول کرونا ویروس او اقلیم د بدلون او چاپیریال د ککړتیا سربیره د افغانستان ، سوریې، عراق ، لیبیا ، قبرس ، ختیځې مدیترانې او یو زیات شمیر نورو سیمه ایزو مسئلو په اړه خبرې او تبادل د نظر وشو.
پدې لیدنه کې د ترکیې او امریکا ترمنځه د ستراتیژیکو اړیکو پر اهمیت د ټینګار سره د دواړو هیوادونو ترمنځه د اقتصادي اړیکو د لا ودې او پراختیا په خاطر په اوچتیدونکو ګامونو خبرې وشوې.
همداشان په لیدنه کې ابراهیم قالن ددې خبرې په ټینګار وویل چې په افغانستان کې د نوي بشري بحران او تراژیدۍ د مخنیوي په خاطر باید دې هیواد ته هر څه ژر لازمې مرستې ورسول شي. افغانستان ته د مرستو د رسولو په خاطر نړۍواله همکاري لازمي خبره ده.
ترکیه او امریکا به د افغانستان د مسئلې په اړه د تماس په حال کې وي .
همداشان په لیدنه کې د ناټو د غړیو هیوادونو ترمنځه د همغږۍ او همکارۍ پر اهمیت ټینګار وشو او وویل شول چې د ناټو غړیو هیوادونو ترمنځه ستونزې باید د ډیالوګ او مذاکراتو له لارې حل شي.
په بیان کې راغلي دي چې پدې لیدنه کې د اذربایجان لخوا د بره قره باغ د ستر بري نه وروسته د قفقاس د سیمې پر وروستي وضعیت او پرمختګونو هم خبرې وشوې. د سیمې د سولې او استقرار په خاطر په هر اړخیزه توګه د هلو ځلو په تداوم ټینګار وشو.