د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو ۷۶ عمومي‌ اسمبلې ته وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان په نړۍوال سیستم نیوکې وکړې

1708863
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو ۷۶ عمومي‌ اسمبلې ته وینا وکړه.

 

ولسمشر اردوغان خپله وینا د ملګروملتونو په  عمومي‌ اسمبله کې  کډونوالو ته د سلام او نیکو هیلو په وړاندې کولو سره پيل کړه او وویل چې ددې په هیله چې ۷۶ عمومي‌ اسمبله د ټول بشریت لپاره د خیر وسیله وګرځي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د دوو کلونو نه وروسته یو ځل بیا د ملګروملتونو په عمومي‌ اسمبله کې د ګډون او دلته د وینا کولو له امله ډیر خوښ یم . هغه وویل تیر دوه کلونه د ټول بشریت لپاره ډیر ستونزمند  کلونه ول.

د تیرې یوې پيړۍ تر ټولو د ستر روغتیايي بحران په توګه یادیدونکي‌ د نوي‌ ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ پراخې وبا ناروغۍ سره مخامخ یو. پدې پراخه وبا ناروغۍ کې مو ۴ عشاریه ۶ میلیونه تنه انسانان زمونږ خپلوانو ، دوستانو او نږدې اقاربو هم پکې شتون درلود ژوند د لاسه ورکړی . ډیرې سختې شپو او ورځو نه تیریږو.

ولسمشر اردوغان وویل چې دلته زمونږ د همغږۍ او همکارۍ پيغامونه  د پراخې وبا ناروغۍ پر خلاف د مبارزې سربیره د میلیاردونو تنو انسانانو لپاره چې په ډیرو سختو شرایطو کې قرار لري‌ کیدای شي‌ چې د هغوې هیلې راژوندۍ کړي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د ملګروملتونو سازمان عمومي‌ اسمبله د نړۍوالو ستونزو د لا ښه حل په خاطر باید لا پياوړې کړو.

دا چې سږ کال  عمومي‌ اسمبله د « د امیدونو سره مقامت رامنځته کول » تر عنوان لاندې جوړه شوې ده یو ډیر پر ځای پریکړه ده . غواړم دلته یو حقیقت  سره ددې چې تریخ هم دی بیان کړم. د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ یوه خبره مونږ ته راپه یاده کړه چې مونږ ټول د یوې سترې کورنۍ غړي‌ یو. له بده مرغه چې په نړۍوالې همکارۍ او همغږۍ  په امتحان کې ناکامه شوي‌ یو. په ځانګړې توګه وروسته پاتي‌ او بې وزله ټولنې ددې پراخې وبا ناروغۍ په مقابل کې د چا خبره یواځې پریښودل شوي‌ دي.

ولسمشر اردوغان په نړۍوال سیستم د نیوکې سره وویل چې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ  پر مهال د ځاني تلفاتو د شمیرې لوړیدو د لاملونو نه یو هم  د عدالت نه لرې د یو ګډوډ نړۍوال سیستم  چې د ستونزو د حل پر ځای ستونزې زیږوي، ستونزې لا ژوروي  شتوالی دی.

پداسې حال کې چې په میلیونونو تنو انسانانو ددې ناروغۍ له امله ژوند د لاسه ورکړی دی  او څه باندې ۱۰ میلیونه تنه ددې ناروغۍ سره پنجه نرمه کړې  په نړۍ کې د واکسین په برخه کې بې عدالتی‌ او تبعیض بل ډولونه اوس هم دوام لري.

دا په اصل کې د انسانیت پر تندي‌ لګول شوې د ننګ ټاپه ده. نن ورځ په نړۍ کې هیڅ داسې هیواد شتون نلري‌ چې ددې ناروغۍ نه ژغورل شوی وي.

کرونا ویروس پراخه وبا ناروغي یوه نړۍواله ناروغي‌ ده.  تر ننه پورې داسې کوم هیواد چې ځان يي ددې ناروغۍ نه ژغورلی وي‌ شتون نلري.

ولسمشر اردوغان وویل  دا چې د کرونا ویرس  لومړی واکسین په جرمني‌ کې د ترکانو لخوا جوړ شوی دی  . دا زمونږ لپاره د افتخار خبره ده .

ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ ددې شعار سره چې انسان وژغوره چې دولت وژغول شي د لیدلوري‌ سره  د لومړۍ ورځې نه په اعتبار سره  مو خپل امکانات د نورو  شریک  کړل. ترکیې د یو پلو نه د خپلوالو هیوادوالو لپاره د لا ښه خدماتو هڅه کړې او د بله پلوه مو بیا د ۱۵۹ هیوادونو او ۱۲ نړۍوال سازمانونو سره مو شریکې کړي‌ دي.

انشاالله چې په نږدې ورځو کې د ترکیې ځايي واکسین ( ترکو واک ) د خپل ملت ترڅنګ ټول بشریت خدمت ته وړاندې کړو.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د افغانستان روانو پرمختګونو نه هم یادونه وکړه.

هغه وویل چې زمونږ یواځنۍ هیله او ارزو په افغانستان کې هر څه ژر د سولې ، استقرار  او امنیت ټینګښت دی. ددې په هیله چې افغانان هر څه ژر ارامۍ ته نایل شي.

ترکیه پدې سختو شپو او ورځو کې د افغانانو په مقابل کې خپل د ورورولۍ مسئولیت او دندې  د پر ځای کولو هڅه کوي.

ولسمشر اردوغان د سوریې په اړه وویل ، لکه څرنګه چې پوهیږۍ په سوریه کې د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې سلګونو زرو تنو وژل کیدو او د میلیونونو تنو د بې کوره کیدو  او یا د خپل کور او کلو نه د مهاجر کیدو لامل د کورنۍ جګړې او بحران نه څه باندې لس کاله تیریږي. ترکیې د یو پلو نه د سوریې د بحران تر ټولو دروند بار په اوږو کړی دی او د بله پلوه د ترهګرو سازمانونو سره مبارزه کوي. ترکیه نن ورځ د څه باندې ۴ میلیونو تنو سوري‌ کډوالو کوربه دی. نړۍواله ټولنه باید  هر څه ژر د سوریې د وران بحران د پایته رسولو په خاطر لاس په کار شي. اجازه باید ورنکړي‌ چې  دا بحران او کورنۍ جګړه لس کاله نور هم دوام وکړي.

نړۍواله ټولنه باید د سوریې د خلکو د تمو او توقعاتو سره سم د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ شمیرې پریکړې په رڼا کې پدې هیواد کې د یو سیاسي‌ حل لارې د موندولو په خاطر هر څه ژر قوي‌ عزم او اراده څرګنده کړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې په سیمه کې بې ثباتۍ ته لمن وهوونکې او د سولې او امنیت تهدیدونکې یوه بله مسئله او تر ټولو مهمه مسئله د اسرائیل او فلسطین ترمنځه اختلافات او روانه ستونزه ده.

تر کومه چې د فلسطین پر خلکو ظلمونه دوام وکړي‌ تر هغه وخته په منځني‌ ختیځ کې د تل پاتې سولې او ثبات ټینګښت ناممکنه دی. د همدې امله په سیمه کې باید د اشغال، الحاق او یا غیرې قانوني‌ غضب سیاستونو ته د پای ټکی کیښودل شي.

مونږ به د ملګروملتونو د ۱۹۴۷ پریکړې په رڼا کې د بیت المقدس د موقف ، حرم شریف  په محرمیت او فلسطین خلکو د حقونو د غضبولو پر خلاف دریدو ته دوام ورکړو.

د منځني ختیځ د ستونزې د حل په خاطر باید هر څه ژر د دوو خپلواکو دولتونو د حل لارې مسئله باید راژوندۍ کړو.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د قبرس مسئلې ته هم ځای ورکړی وو.

هغه وویل چې د قبرس د ستونزې د عادل، تل پاتې او دوامدارې حل په خاطر د حق او عدالت پر بڼسټ ولاړ چلند او دریځ لازم دی.

تاسې وګورۍ پداسې حال کې چې ملګروملتونو سازمان د قبرس په ټاپو کې دواړه خواوې په مساویانه توګه منلي‌ دي‌ خو نن د یوې برخې مشر راځۍ او دلته تاسو ته په خطاب کې وینا کوي‌ او د بلې خواوې مشر بیا ددې حق نه محروم شوی دی. ایا دا عدالت دی؟

ولسمشر اردوغان د ختیځې مدیترانې روانو ستونزو ته په اشارې سره وویل چې ، ترکیه په ختیځ مدیترانه کې ټولو د اوږدې پولې خاوند دی. ددې سره سره په سیمه کې د ترکیې پر حقونو سترګې پټیږي. په سیمه کې د روانو د موجودو ستونزو د حل په خاطر باید ددې  کورکورانه سیاستونو نه  لاس واخیستل شي.

ولسمشر اردوغان د قفقاس د پرمختګونو په اړه وویل چې اذربایجان د خپل مشروع مدافع حق نه په استفادې سره هغه څه وکړل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د لسګونو کلونو راهیسې کړي‌ نه وو. په سیمه کې د خپلې خاورې اشغال پایته ورسو. دې مسئلې په سیمه کې د تل پاتې سولې او استقرار لپاره نوې دروازې او فرصتونه پرانیستي‌ دي.

هغه د کریمیا د مسئلې په اړه وویل چې ترکیې د کریمیا خاوره د روسیې د خاورې سره یو ځای کیدو مسئله په رسمیت نده پيژندلې او نه يي پیژني. ترکیه د اوکراین ارضي‌ تمامیت او مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي‌ .

همداشان هغه وویل چې د چین مځکنۍ بشپړتیا او ارضي‌ تمامیت ته د درناوي‌ په چوکاټ کې باید د اویغور ترکانو د اساسي‌ حقونو نه د دفاع په خاطر لا زیاتې هڅې وکړو.

هغه وویل چې د کشمیر د ستونزې د حل په خاطر به هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو.

ولسمشر اردوغان د خپلې وینا په پای کې وویل چې غواړم یو ځل بیا ووایم چې نړۍ د پنځو هیوادونو نه لویه ده. د همدې امله د ملګروملتونو سازمان ساختار باید د ننیو اړتیا په مطابق اصلاح شي. پدې ساختار کې باید تغیرات رامنځته شي‌.

همداشان هغه د اقلیم د بدلون د مسئلې په اړه وویل ، هر هغه چا چې د مځکې سیارې ته ډیر زیان رسولی وی  او د طبعي‌ زیرمو نه يي په ډیره وحشي‌ توګه استفاده کړي‌ وي‌ او طبعي‌ زیرمې يي استثمار کړي‌ وي‌ د اقلیم د بدلون پر خلاف په مبارزه کې باید ستره ونډه هم همدا هیوادونه برخه واخلي. زیاته مرسته هم باید هماغه هیوادونه وکړي.



اړوند خبرونه