حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو برید کړی
حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان د بالستیک توغندیو او انتحاري ډرون الوتکو سره بریدونه کړي دي.
حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د الدمام او الظهران په سیمو د بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو سره بریدونه کړي دي.
همداشان د الدمام په ښار کې د سعودي عربستان د تیلو د چاڼځایونو پر تاسیساتو ارامکو باندې د توغندیو د لګیدو او سترو چاودنو د شیبو فلمونه هم خپاره شوي دي.
د بله پلوه د رویټرز خبري اژانس بیا د سعودي عربستان د مقاماتو له قوله لیکلي دي چې پدې بریدونو کې د ارامکو تاسیساتو ته هیڅډول زیان ندی اوښتی .
د ویلو ده چې پدې بریدونو کې د ځاني تلفاتو په اړه معلومات ندي ورکړ شوي.
د بله پلوه عرب ائتلاف د حوثي یاغیانو لخوا د سعودي عربستان د جازان او نجران پر ښارونو د توغول شوو درې بالستیک توغندیو او درې انتحاري ډرون الوتکو په هوا کې د تثبیت او شنډولو نه خبر ورکړی دی.
عرب ائتلاف ویلي دي چې د سعودي عربستان دافع هوا سیستم د حوثي یاغیانو لخوا د جازان او نجران د ښارونو پر لورې راتوغولي درې بالستیک توغندي او درې ډرون الوتکې په هوا کې تثبیت او له منځه وړي دي.