په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۷۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۰۰۳۳ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
1702558
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۷۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۸۳ زره او ۳۸۵ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۲۰۰۳۳ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۴۶۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۹۶ میلیونه ۷۶۱ زره او ۲۰۸ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.