د ترکیې لخوا د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه د خپل ټول شدت سره دوام لري.
ترکیې هوايي ځواکونو د پي کاکا ترهګري سازمان ته ډير ستر ګوزار ورکړ
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د عراق په شمال کې د ګارا په سیمه کې د پي کاکا ترهګري سازمان ۷ تنه ډیر مهم غړي د هوايي برید په نتیجه کې له منځه وړي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د ترکیې جنګي الوتکو د عراق په شمال کې د ګارا په سیمه کې په تثبیت کړو ترهګرو مرګوني بریدونه کړي دي.
په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د ترکیې لخوا د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه د قوي عزم او ارادې سره د خپل ټول شدت سره دوام لري. د همدې مبارزې په چوکاټ کې زمونږ هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې د ګارا په سیمه کې پر ترهګرو مرګوني بریدونه کړي چې په نتیجه کې ۷ تنه مهم ترهګر له منځه وړل شوي دي.
همداشان پدې هوايي بریدونو کې د پي کاکا ترهګري سازمان د ښځینه څانګې مشران، د اکاډمیو د اجراییوي چارو مسئول، د هدفي وژنو د روزنې د ښوونځي مسئول او د بهرنیو اړیکو مسئول په ګډون ۷ تنه مهم ترهګر وژل شوي دي.
په بریدونو کې د ترهګرو اړوند تجمع مرکزونه، پتنځایونه او قرارګاه له منځه وړل شوې ده .
دا پدې وروستیو کې ترهګرو ته ورکړ شوی دی تر ټولو ستر ګوزار دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې د نفوس ۱۵.۱ سلنه نفوس ځوانان دي.
د تورکیې احصایې انسټیټیوټ د ۲۰۲۳ کال لپاره د ځوانانو احصایه اعلان کړه.