په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۱۸۹۳ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
1700400
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۹۷ زره او ۱۶۷ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۲۱۸۹۳ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۱۰۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۹۴ میلیونه ۱۶۷ زره او ۵۵۴ تنو ته رسیدلې ده .