انګلستان په افغانستان کې شل کلن ماموریت پایته ورسو
انګلستان تیره شپه د کابل د هوايي ډګر نه د وروستي پرواز په کولو سره د تخلیې عملیات بشپړ کړل
انګلستان د افغانستان نه د خپلو وروستیو ځواکونو او ډیپلوماټانو په ویستلو سره د تخلیې عملیات په کامله توګه بشپړ کړ.
انګلستان تیره شپه د افغانستان نه د وروستي پرواز سره او ددې هیواد نه د خپلو ټولو ځواکونو او پاتې پرسونل د ویستو سره خپل شل کلن پوځي ماموریت پایته ورسو.
د ویلو ده د طالبانو لخوا د کابل د نیولو نه وروسته انګلستان ددې هیواد نه د خپلو وګړو، پرسونل ، ددوې د پوځیانو د افغان همکارانو او ډیپلوماټانو د تخلیې په موخه قابو زر تنه سرتیري افغانستان ته استولي وو.
انګلستان پوځ د اګست د ۱۵ مې نیټې نه راپدیخوا د افغانستان نه ۱۵۰۰۰ تنه تخلیه کړي دي.
د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن د پوځ نه مننه وکړه چې په تیرو ۲۰ کلونو کې د القاعدې ترهګرې ډلې پر خلاف قوي مبارزه کړې ده .
جانسن د انګلستان پوځ ته په خطاب کې وویل چې ستاسې نه ډیر مننه کوو چې په تیرو ۲۰ کلونو کې مو د افغانستان نه د انګلستان پر خلاف هر ډول تهدید او خطر لرې ساتلی وو.
همداشان هغه پر طالبانو غږ وکړ چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان : د تورکیې لپاره نوی اساسي قانون یوه جدي اړتیا ده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نوی اساسي قانون به د هیواد د ستونزو د حل لاره لا ګړندۍ کړي.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځ لاسلیک شوي تړونونه تصویب کړل.
د تورکیې ملي شورا د تورکیې او فلسطین ترمنځه لاسلیک شوي دوه تړونونه تصویب کړل