ترکېې وسله والو ځواکونو پر ترهګرو خونړي‌ بریدونه کړي‌ دي

ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د رفعت په ښار کې ګن شمیر ترهګر له منځه یوړل

1687421
ترکېې وسله والو ځواکونو پر ترهګرو خونړي‌ بریدونه کړي‌ دي

د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د تل رفعت ښار د زاویان او شهلا په سیمو کې  پر ترهګرو ځوابي‌ بریدونه کړي‌ دي.

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په سوریه کې د ترکیې وسله والو ځواکونو د تل رفعت په ښار کې  د مشروع دفاع حق نه په استفادې او پر ترهګرو د ځوابي بریدونو په ترڅ کې ګن شمیر بریدونه کړي‌ دي.

پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۶ تنه ترهګر له منځه وړي‌ دي.

د ویلو ده چې نوموړو ترهګرو د اګست په پنځمه نیټه په سیمه کې په یو بیلدوز او یو امبولانس برید کړی وو چې په نتیجه کې دوو تنو ملکي‌ وګړو ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه