په بالکیسیر ولایت کې د ټرافیکي پيښې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه
په بالکیسیر ولایت کې د ټرافیکي پيښې له امله ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د ترکیې د بالکیسیر په ولایت کې په یوې ټرافیکي پیښه کې ستره فاجعه رامنځته شوې ده.
د بالکیسیر ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي چې یو مساپروړونکی بس چې د بالکیسیر د ایدرمیت سیمې پر لورې روان وو چې په لاره کې تر کنټرول د وتو نه وروسته او چپه شو.
پدې پیښه کې لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بالکیسیر د والي دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې نن یکشنبه د اګست اتمه نیټه د سهار په ۴ بجو او ۴۰ دقیقو یو مساپروړونکی بس چې د ایدرمیت ولسوالۍ په استقامت روان وو د کنټرول نه د وتو نه وروسته چپه شوی دی. .
له بده مرغه چې پدې برید کې ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پيښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې او روغتیایي ډلې سیمې ته ورسیدل او ټپیان يي هر څه ژر روغتونونو ته انتقال کړل.
د ټپیانو تداوي دوام لري.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د مې ۲۹ مه د استانبول د فتحې د ۵۷۱ مې کلیزې په مناسبت مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د استانبول فتحه د تاریخ له سترو بریاوو څخه وه.