په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۲۲۹۱ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1681810
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۶  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۵۱۰۷۲   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۵۷ زره او ۴۷۴  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۲۲۲۹۱ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۴۱۹۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۶۹ میلیونه ۷۵۹ زره او ۳۷۱ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه