په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۶۶۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
1676845
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۰۴۸۸ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۳۴ زره او ۱۶۱ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۷۶۶۶ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴۹۰ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۶۲ میلیونه ۸۱۶ زره او ۹۷۵ تنو ته رسیدلې ده