ولسمشر اردوغان : د جولای د ۱۵ مبارزه د باطل پر مقابل کې د حق او د ظلم په مقابل کې د عدالت مبارزه وه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای د ۱۵  د شهیدانو د یادښت په خاطر په ملي شورا کې  په جوړو شوو ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړ.

1675803
ولسمشر اردوغان : د جولای د ۱۵ مبارزه د باطل پر مقابل کې د حق او د ظلم په مقابل کې د عدالت مبارزه وه

 

ولسمشر اردوغان پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې " هیڅوک ددې حق نلري‌ چې د جولای د ۱۵ په شپه د کودتاچیانو په مقابل کې زمونږ د ملت ویاړلې مبارزه بې اهمیته کړي."

ولسمشر اردوغان وویل چې ډیر زیات خوښ یم چې  د جولای د ۱۵ د ویاړلي‌ داستان د پنځمې کلیزې په مناسبت زمونږ په غازي‌ ملي شورا کې په جوړو شوو مراسمو کې ګډون کوم.

د هر څه مخکې غواړم چې اتلو شهیدانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او غازیانو ته د عاجلې شفاء  او اوږد عمر غوښتنه وکړم.

د خپل ملت د هر وګړي‌ نه چې د ازادۍ، ډیموکراسۍ، اذان او روښانه راتلوونکې نه دفاع په مبارزه کې برخه اخیستې د زړه له کومې مننه کوم.

د جولای د ۱۵ شهیدان هم د بدر د غزا نه نیولې تر چناق قلعه د جګړې، ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې نه نیولې د هیواد نه بهر د روانو عملیاتو پورې زمونږ ټول شهیدان د باطل پر وړاندې زمونږ د حق د مبارزې رښتني‌ استازي‌ دي.

هر هغه څوک چې وغواړي‌ دا خبره پټه کړي‌ او پرده پرې وغوړوي دا په اصل کې د خپل هیواد او ملت سره په ښکاره توګه خیانت کول دي.

ددې هیواد اصلي‌ خاوندان وطنپاله او په وطن مینان دي. ددې وطن اصلي‌ خاوندان باتو خان دی چې د جولای د ۱۵ مې په مبارزه کې ویلي‌ وو چې  د مرستې د اخیستو په خاطر نه بلکې د هیواد نه د دفاع په خاطر راوتلی یم ، دي. ددې وطن اصلي‌ خاوندان خلیل ابراهیم یلدرم دی چې په ۱۵ کلنۍ کې ددې هیواد په خاطر په شهادت ورسید.

زمونږ ددې هیواد اصلي‌ خاوندان د هیواد هغه زړورې ښځې دي‌ چې د ایمان په نور د نوراني‌ خپلو زړونو سره د خاينو کودتاچیانو پر خلاف مبارزه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې د جولای د ۱۵ مبارزه د باطل پر خلاف د حق مبارزه ده. زمونږ ملت پدې شپه د ډیر ویاړلي‌ مقامت سره د کودتا تشبث مخه ونیوله.

همداشان پدې شپه چې د هیواد د استقلال او استقبال نه د دفاع مبارزې دوام درلود د ترکیې د ملي‌ شورا غړیو د ملي‌ شورا په ودانۍ کې د هیواد د دیموکراسۍ نه دفاع وکړه. زه د پارلمان د ټولو وکیلانو نه چې د ټولو خنډونو سره سره راغلل او د کودتاچیانو په مقابل کې غږ اوچت کړ د خپل ملت په استازیتوب مننه کوم.

ولسمشر اردوغان وویل چې زمونږ ملت پدې شپه یو ځل بیا ټولې نړۍ ته دا خبره په اثبات ورسوله چې ترکیه صعب العبور ده.

ولسمشر اردوغان وویل چې د جولای ۱۵ مبارزه د باطل پر وړاندې د حق، د ظلم پر وړاندې د عدالت، د اشغال پر خلاف د استقلال د بري‌ مبارزه وه.

پدې شپه زمونږ میړانه ملت د یو پلو نه کودتا تشبث دفع کړ او د دې ترڅنګ د هیواد د اشغال  او بهرنیو ته د تسلیمولو مخه يي ونیوله.



اړوند خبرونه