په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۸۹۱ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
1668957
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۹۸۲۹ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۲۳ زره او ۷۸۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۴۸۹۱ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۳۵۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۶۹۷ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۶۱ میلیونه ۲۳۶ زره او ۲۹۴ ته لوړه شوې ده.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۵۱ میلیونه ۹۲۳ زره او ۷۲۳ تنو ته رسیدلې ده .