ولسمشر اردوغان د کانال استانبول تاریخي پروژې بڼسټ کیښود
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې تر ټولو د سترې پراختیايي پروژې د کانال استانبول د پروژې د بڼسټ ډبره کیښوده.
ولسمشر اردوغان وویل چې د کانال استانبول د پروژې د بڼسټ ډبرې د ایښودو سره د ترکیې په پراختیايي تاریخ کې یوه نوې پاڼه او باب پرانیست.
ولسمشر اردوغان د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې هیواد او ملت ته د تاریخي پروژو ګټولو او ورپه برخه کولو مبارزې او مجادلې ته به دوام ورکړو.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کانال استانبول پروژه د ۲۰۱۱ کال د اپریل په ۲۷ مه نیټه په رسمي ټوګه اعلان کړه. دا پروژه د ۱۱ جلا جلا پوهنتونونو د ۵۱ کارپوهانو په ګډون د جمعآ ۲۰۴ تنو متخصصینو لخوا په ګډه جوړه شوې ده . همداشان د دې پروژې د موډل جوړونې په برخه کې د ۳۵ جلا جلا هیوادونو نه ۳۵۰۰ تنو پکې برخه اخیستې ده .
همداشان د پروژې په خاطر په ۳۰۴ جلا جلا ځایونو کې په ۱۷ زره متره برمه کاري شوې ده او ۲۴۸ جیوفیزیک څیړنې شوي دي.
همداشان د علمي تحقیقاتو په ترڅ د کانال لپاره پنځه سیمې انتخاب شوې وې چې د ډیرو تحقیقاتو نه وروسته تر ټولو مناسبه او ښه سیمه د کانال لپاره انتخاب شوه.
ولسمشر اردوغان وویل چې د استانبول دا کانال به ۴۵ کیلومتره په اوږدوالي ، ۲۷۵ متره سور یا پلنوالي او د ۲۰ عشاریه ۷۵ متره په ژوروالي سره جوړ شي. همداشان د کانال استانبول د کانال په سر ۶ جلا جلا پلونه جوړیږي.
دا به د استانبول لپاره یوه تاریخي پروژه وي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ددې پروژې د باشاق شهر، باغچه شهر او خادم کوی د برخې د پایته رسیدو سره په کال کې ۳۲۱۲۶ ټنه کاربن اوکساید کم شي او د وخت د تصرف نه به ۶۱۴ میلیونه او د تیلو د تصرف نه ۷۵ عشاریه ۵ میلیونه ترکي لیرې سپما وشي. هر کال به ۷۱۷ میلیونه ترکي لیرو په اندازه تصرف ته زمینه برابره شي.