په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۳ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۸۸۳ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
1665631
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۹۵۷۶ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۱۵ زره او ۲۹۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۴۸۸۳ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۹۳۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۷۳۶ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۶۰ میلیونه ۱۰۵ زره او ۴۴۱ ته لوړه شوې ده.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۴۷ میلیونه ۳۰۴ زره او ۴۲۸ تنو ته رسیدلې ده .