ترکیې د اتماجا توغندی په ډیر بریالیتوب سره وازمایه
د ترکیې ځايي او ملي زیرک سمندري توغندي اتماجا خپل هدف په ډیر بریالیتوب سره له منځه یوړ.
1661321
د اتماجا په نامه د ترکیې ملي او ځايي زیرک سمندري توغندي خپل وروستی امتحان هم په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسو. اتماجا توغندی د ترکیې وسله والو ځواکونو ته د تسلیمولو نه مخکې د لومړي ځل لپاره د کښتۍ نه وازمایل شو. توغندي د کښتۍ نه خپل هدف په ډیر بریالیوب سره له منځه یوړ.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټولنیزې مډیا د حساب له لارې د اتماجا توغندي د ازمایښت د فلم په خپرولو سره ویلي دي چې په سمندر کې د ترکیې فولادي توره اتماجا توغندی وسله والو ځواکونو ته د تسلیمولو نه مخکې خپل وروستی ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسو.
توغندي په سمندر کې د کښټۍ نه خپل هدف په ډیر بریالیتوب سره له منځه یوړ.
د ویلو ده چې ترکیې په ځانګړې توګه د دفاعي صنایع په برخه کې د ځان بسیاینې په لاره کې ډیر مهم پرمختګ کړی دی. هره ورځ لا زیات پرمختګ کوي.