په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۰۱۲ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
1657118
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۸۷۲۱ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۱۴ زره او ۹۵۷ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۵۰۱۲ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۱۹۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۹۵۲ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۵۷ میلیونه ۴ زره او ۴۹۹ ته لوړه شوې ده.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۳۳ میلیونه ۷۵۳ زره او ۲۲۱ تنو ته رسیدلې ده .